-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
د پوهنې وزارت د سرپرستې رنګينې حميدي په مشرى د دغه وزارت د مشرتابه هيئت غونډه چې پرون جوړه شوه، د تعليمي کيفيت پر ښه والي ټينګاروشو.
د باختراژانس د خبرله مخې ، په دې غونډه کې د عمومي تعليماتو، اسلامي تعليماتواو د ليک لوست د زده کړې په برخو کې د باکيفيته او عادلانه خدمتونو د وړاندې کولو او د رهبرى او مديريت د سيستم ، عملي اصلاحاتو، تشکيلاتي جوړښت او په دغه وزارت کې د ښځو د شتون د پياوړتيا او د خصوصي ښوونځيو د ستونزو په باب خبرې وشوې .
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرستې ټينګار وکړچې په اصلاحاتو او د پوهنې د کيفيت په ښه والي کې پلمې دمنلو وړ نه دى اوبايد په دې باندې په جدي ډول کار وشي .
هغې څرګنده کړه چې په وروستيو دوو لسيزو کې يولړ کارونه ترسره شوي دي خو اوس په پوهنه کې د خوځښت او عمل وخت رسيدلى دى .
دپوهنې وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې په هېواد کې د سالمې خوندي او په خپلو پښو دريدلې ټولنې ته رسيدل يواځې د باکيفته ښوونې او روزنې د خدمتونو په وړاندې کولو امکان لري اوپه دې لاره کې بايد ټول په صادقانه او مسوولانه ډول کار وکړي .
د يوبل خبرله مخې ، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي داقتصاد د عالي شورا د غړى او دافغان جرمن د سوداګرى د خونې له مسوول جلال الدين سعيد سره وکتل .
په دې کتنه کې سعيد د پوهنې په برخه کې د ملي سوداګر او پانګه والو د همکارى ډاډ ورکړ او ويې ويل : دوى چمتو دي چې د پوهنې له وزارت سره همکاري ولري .
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرستې د پوهنې په برخه کې د ملي سوداګرواو پانګه والو له پاملرنې څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې همکارى ته اړتيا لري .او د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنې څخه د ملاتړ په لاره کې د ملي سوداګرو او پانګه والو د هلوځلو هرکلى کوي .
ختم _ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل