نړۍ، د وري ۷مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۴ هغو یې غزه کې د اوربند په اړه پرېکړه لیک تایید کړ.
دغه پرېکړه لیک ته یواځې د امریکا متحده ایالاتو ممتنع رایه کارولې او یو وار بیا یې په یو نه یو ډول په غزه کې له اوربند سره مخالفت اعلان کړ.
ګڼو هېوادونو او دغه راز د حماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له دغې پرېکړې هرکلی کړی او د پلې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په خپله اېکس پاڼه د دغه پرېکړه لیک د سملاسي تطبیق غوښتنه کړې ده.
امنیت شورا دغه پرېکړه په داسې مهال تایید کړی، چې غزه کې د روانې جګړې له امله کړکېچ ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دی او اسرایل د ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکوي.