خبرونهټولنه

په پکتيا کې د اوبو یو شپېته ذخېرې جوړېږي

کابل، د زمري، ۱۸ مه، باختر

د پکتيا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې یاد رياست د ځمکې او ځنګلونو د‌ تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د احمد ابا او سيد کرم په ولسواليو کې ۶۱ د اوبو ذخېرې جوړېږي.

د پکتيا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چي د اوبو له یادو ذخيرو څخه يې ۴۸ سيد کرم او ۱۳ يې د احمد ابا په ولسوالیو کې جوړېږي، چې ټول لګښت یې ۱۸ میلیونه افغانۍ ده او چارې به يې د دریو مياشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

د طبيعي سرچينو آمر مولوي احسان الله احسان د شرکت له مسولېنو وغوښتل چې خپلې چارې په لوړ کيفيت د قرارداد شرايطو ته په کتو سرته ورسوي.

صدیقي

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا