سیاست

دايران دبهرنيو چارو وزارت سلاکار پنجشيرته لاړ

بازارک باختردليندۍ دمياشتې١٠نيټه :
دايران دبهرنيوچارو وزارت سلاکار ډاکتررسول صادقي د دغه هېواد له يوشمير ديپلوماتانو اومحصلانو سره پرون پنجشير ولايت ته لاړ .
د باخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ پنجشيرولايت ته  دبهرنيو
ديپلوماتانو ددغه سفر هدف ددواړو هېوادونوترمنځ دګډوتحقيقاتو اوافکارو
تبادله وبلله.
په دې سفرکې   ډاکترصادقي اوملګري ټيم يې په داسې حال کې  چې د هېواد              دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود  د بنسټ مسوول  روح الله يوسفي او درسنيو کارکوونکي  هم حاضر وو،  دوپنجشير ولايت له مرستيال مولانا محمدامين صديقي سره د علاقې وړ موضوعاګانو په باب خبرې اترې وکړې.
دپنجشيرولايت دمطبوعاتو مسوول منصورعنابي ددغه ټکي په تائيدولو سره وويل ؛ دايران دبهرنيو چارو وزارت سلاکار او ملګري هيئت  يې  له کتنې وروسته په داسې حال کې چې  دشهيداحمدشاه مسعودبنسټ دمسوول له خوا  يې ملګرتيا کيده د هيواد د ملي اتل  مزار ته لاړل اوهغه ته يې دعايي وکړه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته