
– کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر
په پکتيا کې د تندر دلګیدو له امله يوه ښځه ووژل شوه.
دغه مېرمن پرون ناوخته په سيد کرم ولسوالۍ کې په خپل کور کې د تندر د لګیدو له امله ووژل شوه.
د پکتيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي نثار احمد نجات له باختر آژانس سره په اړيکه کې د تندر د لګېدو په پيښه کې د دغې ميرمنې وژل کېدل تاييد کړ.
په پکتيا کې اورښتونو او سيلاوونو د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ خلکو ته زیات مالي زيانونه هم اړولي دي.
د دغو سېلاوونو له ا مله د استوګنې په لسګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او عامه ملکيتونه هم وېجاړ شوي دي
| ذ