فرهنګ

له جواز پرته دکيبلي شبکو دخپرونو مخه ونيول شي .

کابل باختر دوږي شپږمه :
دافغانستان دکيبلي شبکو داتحاديې رييس احمد راشد عظيم نن داطﻻعاتو او فرهنګ له وزارت  څخه وغوښتل چې له جواز پرته دکيبلې شبکو دخپرونومخه دې ونيسي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو درييسې نجيبې  مرام په مشرۍ  يوه هيئت دزرنګار دکيبل ديجتلي شبکې نمايندګي وکتله .
په دې کتنه کې دافغانستان دکيبلي شبکو رييس احمد راشد عظيم وويل چې دزرنګار کيبلي شبکه داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه په رسمي مجوز سره نشراتي خدمتونه ترسره کوي  په داسې حال کې چې څو نورې کيبلې شبکې له مجوز پرته فعاليت کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو رييسې  نجيبې مرام وويل دغه  وزارت هڅه اوهاند کوي چې دغه ستونزه  حل کړي 
دزرنګار کيبلي شبکې دديجتلي  سيستم په درولو سره دکابل ښار دلومړي او دويمې ناحيې ساحې او داوومې ناحيې يوه برخه دخپلو خپرونو ترپوښښ لاندې نيولې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته