ټولنه

دافغانستان او نړۍ مسلمانانو نن دمحرم الحرام دمياشتې لسمه دحضرت امام حسين (ع) او دهغه د يارانو دشهادت درناوى وکړ.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢

دافغانستان خلکو نن دهيواد په ګوټ ګوټ کې دقرآن عظيم الشان دختمونو او دخيراتونو په کولو او دغونډو په جوړولو سره دعاشورا دورځې درناوى وکړ،

دامام حسين (ع) او دهغه د يارانو پاڅون له شک پرته داسلامي ارزښتونو د ساتنې او دانحراف د مخنيوي په لاره کې چې ديزيد دانحصار غوښتنې په لاره کې رامنځته شوى و ترسره شو.

په اسلامي نړۍ کې واکمنو حالاتو او احوالو امام حسين (ع) او دهغه ديارانو لپاره ديزيد دظلمونو په وړاندې له دريدو او پاڅون پرته بله لاره نه وه پريښې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) لمسۍ او دهغه ياران دقدرت عاشقان نه و.

دوى غوښتل چې داسلام دستر پيغمبر ميراث وساتي .

زياتره ديني عالمان په استيناد سره طرحه کوي چې حضرت امام حسين(ع) له پاڅون مخکې په يوه ليک کې ليکلي و.(( زه په نظام کې داصلاحاتو په خاطر د يزيد په وړاندې دريږم))

ده باور درلود چې له دغه پاڅون وروسته ددغه حرکت په باب بيلابيل تفسيرونه ترسره کيږي. په همدې دليل يې ټينګار کاوه چې د ده اختلافونه دقدرت دترلاسه کولو پرسرنه دي . يعنې دا چې ده نه غوښتل په راتلوونکې کې ددغه شان مفکورو په باب بې ځايه قضاوت وشي.

له دې امله په وار وار يې ويلي و چې مسلمه امت دې د ده نيکه تګلاره تعقيب کړي نه انحرافى لاره.

په دغو موجهو دلاييلو سره کولاى شو ددغه پاڅون په حقوالي باندې پوه شو.

حسين او يارانو يې وينه تويه کړه او داقبال لاهوري په خبره (( د ده دوينې څپو چمن جوړکړ ))يعنې داسلام مبين دين يې له انحراف او انحتاط څخه وژغوره.

دغه پاڅون چې دوينې له څپو سره يوځاى و ويده وجدانونه ويښ کړل او واکمنان يې ولسواک نظام ، د ټولنيز عدالت تامينولو او له ظلم څخه ډډې کولو ته راوبلل: خو له بده مرغه په اوسنيو شرايطو کې د اسلام له مبين دين څخه د ځينو اجيرانو دناسمو تعبيرونو له مخې داسلامي هيوادونو خلک په ډيرو سختو شرايطو کې شپې سبا کوي.

دامام (حسين(ع) دالهام تداعيي کوي چې ټول په بشپړ يووالي او پيوستون سره د زمانې ديزيديانو د ټولو ظلمونو په وړاندې ودريږي او داسلام دمبين دين دروغجنو مدعيانو ټغر په هرنامه چې وي راټول کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته