امنیت

په ننګرهار کې کورنيو او بهرنيو تروريستانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دنويو جګړو په بهير کې  نهه تنه کورني اوبهرني تروريستان ووژل شول اوڅه ناڅه اتلس تنه نور ټپيان شول .
په دغو جګړو کې چې نن سهار او تيره شپه دنازيانو اوحصارک  دولسواليو په مربوطاتو کې داوسپنيز مثلث  دپوځي عملياتو په بهير کې  ونښتې ديو پاکستاني ډاکتر په ګډون چې دټپي تروريستانو درملنه يې کوله يوولس تنه تروريستان ونيول شول .
جګړې دتروريستو طالبانو په پټنځيو دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو له بريد وروسته ونښتې .
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې ددوو تنو  چيچينيانو  په ګډون نهه تنه کورني اوبهرني  تروريستان ووژل شول او څه ناڅه اتلس تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې پوځيانو ددغو نويو نښتو په بهير کې  ديوولسو تنو  کورنيو اوبهرنيو تروريستان په نيولو بريالي شوي دي .
ډاکتر طارق چې پاکستاني دى  او دټپي طالبانو ددرملنې لپاره يې له دغې ډلې سره کار کاوه په نيول شويو کسانوکې دى .
په وژل شويو او ټپي تروريستانو کې دوسله والو طالبانو دډلې څو تنه قوماندانان هم شامل دي .
دننګرهار ولايت دپوليسو وياند وايي چې داوسپنيز  مثلث د عملياتوپه بهير کې تراوسه پورې کورنيو اوبهرنيو تروريستانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى او دغه راز ددغه ختيځ ولايت په ځينوسيمو کې په لسګونو کلي دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، پوځيان دهرکلي له پاکولو وروسته يو کوچنى پوځي ټولګۍ په دغه ځاى کې ځاى پرځاى کوي چې دخلکو امنيت تامين کړي .
  مشرقي وال وايي چې داوسپنيز  مثلث عمليات به په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه دننګرهار ولايت دټولو سيمو تر پاکولو پورې دوام ومومي .
  دغه عمليات کابو شل ورځې مخکې دملي اردو په رهبرۍ او دملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت دسلګونو تنو ځواکونو په ګډون پيل شوي دي او هدف يې دداعش او دطالبانو دتروريستي ډلو ځپل  او دخلکو دامنيت تامينول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته