خبرونهټولنه

په پکتيا کې د غير قانوني سيمکارتونو د راټولولو لړۍ پيل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
د پکتيا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د غير قانوني (نا راجسټر) سيمکارتونو را ټولولو لړۍ د څمکنيو ولسوالۍ د شهرنو له بازار څخه پيل کړه.
د ياد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس مولوي نصيرالله هجرت وايي چې تر دې وړاندې يې په مرکز ګردېز او ياده ولسوالۍ کې د سيمکارتونو له پلورونکو سره د غير قانوني پلور په اړه ناستې کړې وې او د اړوندو ادارو کړنلارې يې ورته بيان کړې وې، خو بيا هم په ځينو سيمو کې سرغړونې تر سره کېدې.
د نوموړي په وينا، چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې يې د خپل ټيم او امنيتي ادارو په ملتيا په سلګونه غير راجسټر سيمکارتونه راټول کړي او د بيا غیر قانوني کړنې په صورت کې سرغړونکو ته قانوني سزا ورکولو خبرداری ورکړی دی.
مولوي هجرت زیاته کړه، چې ياد سيمکارتونه له (۱۰۰۰ – ۲۰۰۰) افغانيو پلورل کېدل.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا