سیاست

په افغانستان کې دترکمنستان داتباعو دپاملرنې وړ

دافغانستان په اسلامي  جمهوريت کې دترکمنستان سفارت خبرورکوي چې ټاکل شوې ده دترکمنستان  جمهوريت  د جمهوري رياست انتخابات د ٢٠١٢  کال دفبروري په ١٢ نيټه ترسره شي  له دي سره جوخت په کابل کې دترکمنستان په سفارت  اودهرات  اومزارشريف په ښارونو کې ددغه هيواد په قونسلګريو کې به هم دترکمنستان اتباعو ته درايو ورکولو مرکزونه پرانستل شي.

په همدي مقصد دترکمنستان له هغو ټولو اتباعو څخه چې په افغانستان کې دي په دغو انتخاباتو کې دګډون بلنه ورکوي.

ديادونې وړ ده  چې دترکمنستان هغه اتباع چې درايو ورکولو هيله لري بايد ډير ژر له دغو تيلفونونو سره اړيکې ونيسي  او دگډون لپاره لازم شرايط ترلاسه کړي  .

په کابل کې دترکمنستان سفارت   ٠٢٠٢٣٠٢٥٥٠

په هرات کې دترکمنستان قونسلګري  ٠٤٠٢٢٠٦٢٤

په مزارشريف کې دترکمنستان قونسلګري ٠٥٠٢٠٠٢٣٥٠

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته