خبرونهاقتصاد

په پکتيا کې د نفتي توکو احتکار کوونکو ته خبردارى ورکړل شو

 کابل، د زمري٦ مه، باختر

د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو د بيې له زياتوالي وروسته د پکتيا سيمه ييزو مسوولينو احتکار کوونکو ته خبر دارى ورکړ.

د نفتي توکو د بيې زياتوالى د خلکو په تېره بيا د موټر چلوونکو د اندېښنې سبب شوى، چې د موټرو کرايې د لوړېدو سبب هم شوى دى.

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست د څېړنې او کنټرول ټيم د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په ګرديز ښار کې  د تيلو ټانکونه او د سوداګرو د تيلو زېرمي وارزولې.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنعت رياست يوه مسوول د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې سودا ګروته خبر دارى ورکړ که چېري په احتکارلاس پورې کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

دغه څېړنه د يوشمير سوداګرو له خوا د دغو توکو د بيې زياتوالي لپاره د نفتي توکو د زېرمه  کولو له رپوټ وروسته  وشوه.

په ګرديز ښارکې د ټکسي موټرو چلوونکي د نفتي توکو د احتکار د مخنيوي لپاره د مسوولينو د دغه اقدام هرکلى وکړ.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا