امنیت

په ننګرهار کې دنهو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
دداعش دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون نهه تنه داعشيان تيره شپه په ننګرهار ولايت کې ووژل شول .
دننګرهار ولايت دملي امنيت درياست يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې دداعش دډلې ددريو تنو قوماندانانو مجاهد ، هارون او اصف په ګډون نهه تنه داعشيان ددغه ولايت داچين ولسوالۍ دمومندرې  په سيمه کې دملي امنيت دخاصو ځواکونو دعملياتو په پايله کې ووژل شول
سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دداعشيانو دوه مهم پټنځي  په بشپړه  توګه ويجاړ او څو ماينونه او ځانمرګي واسکټونه دامنيتي منسوبينو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته