سیاست

په هرات کې ديو واټ دپخولو کار پيل شو .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
په هرات ښار کې دپخواني فرقې دواټ دپخولو طرحه نن ددغه ولايت د والي محمداصف رحيمي له خوا پيل شوه .
دغه واټ چې درې کيلومتره اوږد دى ټاکل شوې ده دهرات ښاروالۍ دبودجې په  لکښت په اساسي ډول پوخ شي .
دهرات والي ددغه واټ دپخولو دکار دپيلولو په وخت کې دکار کيفيت ته په پاملرنې باندې ټينګار وکړ او ددغه سړک دپخولو لګښت يې پنځه څلويښت  مليونه افغانۍ وبلل .
له بلې خوا ددغه واټ دپخولو  داجرا کوونکي  شرکت رييس هم ډاډ ورکړ چې ددغه سړک دپخولو کار دپنځو کلونو لپاره ګرنتي  دى .
دهرات ښاروالۍ سرپرست غلام غوث نيکبين وايي چې دغه واټ ددريو کيلومترو په اوږدوالي پخيږي .
ښاغلي نيکبين  په روان کال کې دلسو کيلومترو په اوږدوالي د ښاري واټونو دپخولو خبر هم ورکړ او ډاډ يې ورکړ چې دښاروالۍ مسوولين  په ښه توګه دخدمتونو دترسره کولو په خاطر هڅه او هاند کوي .
دغه راز ده په بيلابيلو ناحيو کې ددرې سوه مليونو افغانيو په لګښت دلسګونو ساختماني  او پرمختيايي طرحو دپيلولو يادونه هم وکړه .
دغه راز دګذراو دناحيو وکيلانو هم ددغه واټ دپخولو دکار دپرانستلو په وخت کې دهرات ولايت دمقام او د هرات ښاروالۍ دمسوولينو دپاملرنې له امله قدرداني وکړه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته