اقتصاد

يو انس سره زر په ١٣١٣ ډالرو وړاندې کيږي

کابلباختر د مرغومې د مياشتې١٣
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه  ١٣١٣ ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په ٢٩٠٠ افغانيو، کويټي په٢٨٠٠  افغانيو،سنګاپوري په٢٨٥٠  افغانيو،  بحريني په٢٣٥٠ افغانيو، عربي په٢٤٠٠ افغانيو، ايراني په٢٢٠٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ١٩٠٠افغانيو پلورل کېږي.       پاى / سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته