امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان په لوګر کې ووژل شو.

-کابل باختر د وري ديرشمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان پرون دلوګر ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل  چې پرون امنيتي ځواکونه ددغه ولايت دمرکز دادو خيلو په سيمه کې دخپلو پوځي اډو په اکمالاتو بوخت و چې په همدې سيمه کې دوسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شول .
ښاغلي  احمدزي  زياته کړه دغې نښتې نيم ساعت دوام وکړ چې له امله يې   دعنايت خان په نامه دطالبانو يو قوماندان ووژل شو .
ويل کيږي چې دنښتې په بهير کې  يوه ميرمن هم شهيده شوه .
دلوګر ولايت دسيمه ئيزو مقاماتو دڅرګندونوله مخې،  په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
  داپه داسې حال کې ده چې پرون دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند ناصرا سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو يوسرتيرى چې له خپل کور  څخه ددندې په لور روان و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته