
کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د پکتيا د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۳ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کليو بيا رغونې او پراختيا رئيس ميرزا جان صادق باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د USAID په مالي ملاتړ د ۷۳ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې په مرکز، احمداباد، سيدکرم، احمدخېلو او څمکنيو ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د ۱۲ تشنابونو جوړول، د ۸۰ تشنابونو بیا رغول، د ۴ څاه ګانو کیندل او د ۱۳۰ څاه ګانو بیا رغول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا کې دوه اوونۍ وړاندې هم د ياد رياست له لورې د څښاک اوبو ۷ شبکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې چې پرمټ يې ۲۵۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې وې.
ص