امنیت

په ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ټپيان شول .

کابل باختر دوږي لومړي :
دغه پيښه نن سهار دجلال اباد ښار دانګور باغ په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې چسپکي ماين دپوليسو په يو رنجر موټر کې وچاوديد .
دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي خو يو عيني شاهد وايي چې ددغې پيښې ټپيان دپوليسو مامورين و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته