خبرونهسیاستټولنه

په سعودي عربستان کې پر افغانانو د افغانستان پاسپورټ وېشل کېږي

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د افغانستان هغه اتباع چې په بېلابېلو دليلونو د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په اسنادو سره سعودي عربستان ته تللي وو او په کار بوخت دي؛ د افغانستان پاسپورټ په ګډون به قانوني سندونه ترلاسه کړي.

باختر آژانس دخبرله مخې؛ په رياض کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفارت د هلوځلو په پایله کې، د حرمين شريفين د خادم ملک سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د استثنايي فرمان له مخې؛ د سعودي عربستان مقاماتو د افغانستان اسلامي جمهوريت د اتباعو د معلوماتو پر بنسټ؛ د نورو هېوادونو له سرحدونو څخه د افغانستان له پاسپورټ سره موافقه وکړه او ټاکل شوې ده دغه بهير د احصائيې ملي ادارې په همغږۍ تنظيم شي او د اجرا وړ وګرځي.

د دغه بهير په تطبيق سره، اتباعو ته د پاسپورټونو په صادرولو او د سعودي عربستان د بهرنيو اتباعو په سيستم کې د هغوى د معلوماتو په استولو سره د دغو کارګرانو د مسافرت زمينه او هېواد ته د هغوى د پيسو په لېږدولو کې به اسانتياوې رامنځته شي.

د بهرنيو چارو وزارت يوځل بيا د افغانستان د اتباعو د معلوماتو د استولو په تړاو د حرمين شريفين د خادم او د سعودي عربستان د باچا اعليحضرت ملک سلمان بن عبدالعزيز د فرمان قدرداني کوي او د افغانستان اسلامي جمهوريت اتباعو ته د کار زمينې د برابرولو په لاره کې د دوست او ورور هېواد سعودي عربستان هڅې ستايي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته