امنیت

يو ځانمرګى ماشوم امنيتي ځواکونو ته تسليم شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٦
يو ماشوم چې وسله والوطالبانو هغه ځانمرګي بريد ته اړ کړى و؛ له تيښتې وروسته ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه دولس کلن هلک د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ اوسيدونکى دى .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: يو دولس کلن هلک چې ډار اچوونکو طالبانو هغه ځانمرګي بريدته اړ کړى و؛ له هغوى څخه وتښتيد او پوليسو ته تسليم شو.
خبرپاڼه زياتوي: د هلمند ولايت د سرحدي پوليسو د رپوټ له مخې دغه ماشوم نبي الله نوميږي او د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې پرون له ډار اچوونکو طالبانو څخه وتښتيد او ځان يې سرحدي پوليسو ته تسليم کړ. دکورنيو چارو وزارت ټينګار کړى دى: د وسله والو طالبانو دغه اسلامي ضد عمل يوځل بيا وښودله چې دغه ډله خپلو ناوړو هدفونو ته د رسيدو په خاطر له ماشومانو څخه هم استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته