کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
يو ځانمرګى بريد کوونکى تېرماښام په جلال آباد ښارکې ووژل شو .
دغه سړي د پوليسو له خوا له پيژندلو وروسته خپل چاوديدونکي توکي وچول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سړي د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې په ساحه کې خپل چاوديدونکي توکي هغه وخت وچول چې د امنيتي منسوبينو له خوا وپيژندل شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دي پيښه کې يو ملکي وګړى هم شهيد شوى دى.
مشرقيوال زياته کړه: په دې پيښنه کې په سيمه کې څو دوکانونوته هم زيان اوښتى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ