نړۍ

په مصر کې داخوان المسلمين دسياسي څانګې دړنګولو حکم صادر شو

قاهره بي بي سي نيوز باختردزمري دمياشتې  ١٩ :
دمصر يوې محکمې داخوان المسلمين ګوند دسياسي څانګې دړنګولو  حکم صادر کړى دى .
د اخوان المسلمين فعاليت نږدې يو کال مخکې په مصر کې منع اعلام شو خوپه  هغه وخت کې   دمحکمې په حکم کې ددغې ډلې دسياسي څانګې فعاليت  شامل نه  و.
دنوي حکم له مخې په مصر کې  داخوان المسلمين هر راز انتخاباتي فعاليت منع کړاى شوى دى.
ددغه حکم داجرا کولو په صورت کې به ددغې ډلې غړي  دمصر په پارلماني انتخاباتو کې  چې تر راتلوونکو دريو مياشتو پورې ترسره کيږي ، له ګډون څخه بې برخې شي .
پراخوان المسلمين او ملاتړو  يې تورلګول شوى دى چې ددغه هېواد داوسني جمهوررييس عبدالفتاح السيسي  په مشرۍ  له پوځي کودتا او دتيرکال  په دوبي کې دپخواني جمهوررييس  محمد مرسي  دحکومت له راپرځيدو وروسته  په تاوتريخوالي ډکو اقداماتو لاس پورې کړى دى .
محکمې دغه راز  ددغه ګوند دمالونو دمصادرې حکم هم صادر کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته