امنیت

څلور تنه د جنايي جرمونو په اړوند په کابل کې ونيول شول

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر
د کابل پوليسو څلور تنه نن د کابل په مربوطاتو کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو        په  اړوند ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه د پنځمې او شپږمې امنيتي حوزې د لوټمارۍ او يو بل کس د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د يو کور د مالونو د غلا په قضيو کې د لاس لرلو په اړوند نيول شوي دي.
دغه راز يو بل کس چې له بې پلېټه او بې سنده موټر څخه په استفادې سره د امن او عامه نظم د ګډوډولو په تېره بيا په کابل ښارکې د عامه خدماتو د کارکوونکو په وړاندې يې په بې پروايى کې رول درلود، هم نيول شوى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته