امنیت

په هرات کې دوسله والو طالبانو ترمنځ مرګاني نښتې دوام لري .

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
په هرات ولايت کې دطالبانو ترمنځ نښتې دوام لري .
  په دغو نښتو کې تراوسه پورې  شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دغه نښتې  کابو لس ورځې مخکې  دطالبانو ترمنځ دګلران ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي دي .  
دهرات ولايت يوه امنيتي  مسوول باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې  له ښکيلو لورو څخه شپږ تنه وژل شوي دي .
دغه نښتې  دطالبانو ددوو دښمنو ډلو ملا رسول او ملا هيبت الله اخند زاده ترمنځ دګلران ولسوالۍ په کمرزرد  سيمه کې شوې دي .
ددغودوو ډلو طالبانو ترمنځ دنښتو دليل دهغو پټو اعلاميو خپرول بلل شوي دي چې دملا عبدالمنان  نيازي له خوا د ملاهيبت الله دډلې ترمنځ داختلافونو دژورتيا په مقصد په دې وروستيو وختو کې خپره شوې ده .
په هرات ولايت کې دطالبانو ددښمنو ډلو ترمنځ  نښتې زياتې تر سترګو کيږي .
ددغو نښتو لمن اوس  شينډنډ او پښتون زرغون ته هم  پراخه شوې ده.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته