امنیت

دنشه يي توکو څلور تنه کروند ګر ونيول شول .

کابل باختر د مرغومي ١٨ مــــــــــــه

  څلور تنه بزګران  چې په هلمند ولايت کې يي په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلې  وو  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .

  دهلمند ولايت امنيتي  مقامات وايي  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  پوليسو څلور تنه بزګران  چې په خپلو ځمکو کې يي  کوکنار کرلې وو  دنادعلي  په ولسوالۍ کې  نيولي دي .

 دهلمند ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې کرل شويو کوکنارو  داړولو پروګرام دوام لري او ويل کيږي  هر هغه  څوک چې ددغه پروګرام په بهير کې  په خپلو ځمکو  کې   کوکناروکرې  دامنيتي مسوولينو له خوا نيول کيږي او دقانون منګولو ته به وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته