(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په پکتيا کې  څه د پاسه ۹۱ زره ډالرو په لګښت يوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۹– کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر

د پکتيا د سينديزې فرعي حوزې مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې څه د پاسه ۹۱ زره ډالرو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د بازي خېلو سربند او کانال چارې د سويس پراختيايي ادارې په مالي ملاتړ د ۹۱ زره ۵۱۹ امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

سرچینې زیاته کړه چې ياد سربند او کانال د ۸۲ مترو په اوږدوالي، ۱۱.۷ مترو په پلنوالي او د ۴ مترو په ژوروالي سره په اساسي ډول جوړ شوی او د لاټينګښت په موخه د سربند دواړو خواوو ته د ۱۱۴ مترو په اوږدوالي سره ساتندوی ديوالونه هم جوړ شوي، چې ۱۷۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي او ۴۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

ځلاند، ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا