امنیت

په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دشپږو تنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
په افغانستان کې  ديولړ پوځي عملياتو په ترڅ کې  دوسله والو طالبانو شپږتنه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول.
دغه قوماندانان هغه وخت چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو  دلوګر ، غور ، غزني ، هلمند اوقندهار د ولايتونو په  مربوطاتو کې دناټو او دافغان پوځيانو له خوا ونيول شول .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې  له خولې خبر راکړ: دغه ياغيان له زياتې مودې را په دې خوا  دپوځيانو ترڅارنې لاندې وو.
ناټو تائيدوي چې دغه نيول شوي قوماندانان په افغان پوځيانو ، دناټو په قوتونو  اوپه ملکې وګړو دتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو تورن دي  چې دګډو ځواکونو له خوا ونيول شول.
دخبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې په دغو عملياتو کې پوځي نښتې هم شوى دى او په ترڅ کې يې څوتنو ياغياهنو ته مرګ ژوبله اوښتى ده.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل  او نشه يي توکې دګډوځواکونولاسته ورغلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته