
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پکتيا د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د څمکنيو ولسوالۍ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې منسوبينو یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د پکتيا امنيه قومندانۍ وياند منيب ځدراڼ د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت څمکنيو ولسوالۍ کې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې منسوبينو یو کلاشینکوف او افګن ویشتونکی بم نیولی دی.
د يادونې وړ ده، چې د يادو نظامي وسايلو په تړاو يو کس نیول شوی او پر خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
ص