ټولنه

په هرات کې دمدني اعتراض کوونکو په غير قانوني چلند بانډې ټينګار

کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
مدني اعتراض بايد دهرات دښاروالۍ په رياست کې دخدمتونو دوړاندې کولو دبهير خنډ نه شي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي دهرات ښاروالۍ رياست په کړنو  داعتراض کوونکودشکايتونو دڅيړنې او دهغوستونزو دلرې  کولو په مقصد چې دتحصن کوونکو له لوري طرحه کېږي .
دهرات له ښاروال اوداعتراض کوونکو له مشرانو سره څو ساعته ليندنې کتنې وکړې .
په دغو کتنو کې دهرات والي داړوندو لورو شکايتونه ، نظريې او غوښتنې  واوريدې او ټيګار يې وکړ چې مدني اعتراض او عدالت غوښتنه بايد دښاروالۍ دفعاليتونو دګډوډۍ اوخلکو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په بهير کې دخنډ او ځنډ سبب نه شي .
دهرات ولايت مقام ډاډ ورکړ چې دغه شکايتونه او غوښتنې له قانوني لارو وڅيړل  کېږي .
دهرات ولايت مقام په داسې حال کې چې ځان دخلکو دحقوقو د تامينولو ژمن بولي امنيتي ځواکونو ته يې لارښوونه کړې ده چې دخدمتونو دوړاندې کولو په بهيرکې دخنډ اوځنډ  د رامنځته کيدو مخه ونيسو
داعتراض کوونکو مشرانو هم ډاډ ورکړ چې  دښاروالۍ دفعاليتونو خنډ به نه شي خو دخپلو غوښتنو دجدي څيړنې غوښتوونکي يو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته