
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د پکتيا صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۰ ټنه تېر تاريخ خوراکي او غير خوراکي توکي راټول او وسوځول شول.
د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رئيس مولوي محمد عظيم عظيمي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د دغه ولایت له هټیو څخه ۱۰ ټنه بېلابېل تېر تاریخ خوراکي او غیر خوراکې توکي د دوو میاشتو په موده کې راټول او وسوځول شول.
د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه رياست له لوري په پکتیا کې ۲۴ ټنه تېر تاريخ خوراکي او غير خوراکي توکي هم سوځول شوي وو.
ص