امنیت

د يوې کورنۍ اووه تنه غړي په چاودنه کې ووژل شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١١
د غزني ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل شول.
دغزني ولايت وياند شفيق ننګ د باختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه چاودنه پرون د اندړو ولسوالۍ د عليزو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د يوې کورنۍ د غړو د سپرلۍ فلاينکوچ موټر له ساځې تېرېده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې پيښه کې درې ښځې، يو نارينه او درې تنه ماشومان ووژل شول.
د غزني ولايت سرپرست محمد موسى خان اکبر زاده د دغې چاودنې د عاملينو د غندلو په ترڅ کې دغه پيښه غير اسلامي او غير انساني بللې ده.
د هيواد په مرکزکې د غزني ولايت د نا امنو ولايتونو له جملې څخه دى چې تل د تاوتريخوالى ډګر دى.
تېره اوونۍ د غزني ښار د قاضي قلعه په سيمه کې په يو بايسکل کې د ايښودل شوي ماين د چاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته