کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دنيمروز ولايت پوليسو تيره شپه درې تنه دنشه يي توکو او وسلو د قاچاقو په تور ونيول.
دنيمروز دوالي ويندوى احمد عرب باختر آژانس ته وويل : دغه کسان هغه وخت
د دلارام ولسوالۍ په مارګوى سيمه کې دپوليسو له خوا وينول شول چې درې سوه کيلوګرامه ترياک ، درې څلويښت کيلوګرامه داپينو پوډر او دوه کلاشينکوفونه په يوه ټيوټاډوله پيکپ موټر کې له هلمند ولايت څخه د نيمروز ولايت ته ليږدول.
ده زياته کړه نيول شوي کسان له توکو، وسلو اوموټرسره يې دامنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول .
ديوبل خبرله مخې : دپوليسو يو سرتيرى تيره شپه په دلارام ولسوالۍ کې ټپي شو.
دنيمروز ولايت دوالي ويندوى زياته کړه : وسله والو طالبانو د لارام ولسوالۍ په جنوب کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دپوليسو يو سرتيرى ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه ټپي شوى سرتيرې د درملنې لپاره روغتون وليږدول او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.
1 1 دقیقه لوستل