امنیت

له مشورتي جرګې او له امريکا سره دامنيتي تړون له لاس ليک کولو څخه دبادغيس دخلکو ملاتړ .

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دبادغيس ولايت په سلګونو خلکو ددغه ولايت په مرکز کې د لاريون په کولو سره دمشورتي لويې جرګې له جوړولو او له امريکا سره دامنيتي تړون له لاس ليک کولو سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه  غونډه دسيمه ييزو مسوولينو ، عالمانو او دمدني ټولنو له خوا  نن دقلعه نو په جامع جومات کې جوړه  شوى وه .
په دې غونډه کې وينا والو دهيواد امنيتي او اقتصادي حالت او دهيواد په کورنيو چاروکې دګاونډيو هيوادونو لاسوهنو ته په اشارې له امريکا سره دامنيتي  تړون لاسليک کول ارزښتناک  وبلل او دافغانستان له دولت څخه  يې وغوښتل  چې
دامريکا ددغه تړون موادو په پام کې نيولو سره بايد د بيارغاونې دامنيت دتامينولو ، دافغان امنيتي ځواکونو دسمبالولو او روزنې او له افغانستان څخه دسياسي ملاتړ په لاره کې خپلو همکاريو ته دوام  ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته