سیاست

حامدکرزي دهيواد دامنيتي ځواکونو سرښندنې اوځان تيريدنې وستايلې

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي نن سهار دوزيرانوشورا په غونډه کې  دکابل ،جلال اباد ، پل علم اوګرديز په ښارونو کې تروريستي بريدونه چې دڅلورو تنو ملکي وګړو  اوديولسوتنو امنيتي ځواکونو دشهادت  او دغه راز ددوه ديرشوتنو ملکي وګړو اودڅه ناڅه دوه څلويښتو امنيتي ځواکونو دټپي کيدو سبب شول ، په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل .

باختراژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې:

پرون له غرمې وروسته ځانمرګو تروريستانو  دهيواد په مرکز اوبيلابيلو ولايتونو کې په يوشمير سيمو بريدونه وکړل او دهيواد له امنيتي ځواکونو سره يې نښتې وکړې چې له امله يې شپږديرش تنه  ځانمرګي تروريستان وځپل شول اويو تن يې ونيول شو.

حامدکرزي په کلکه ددغو تروريستي بريدونو دغندلو په ترڅ کې دهيواد امنيتي ځواکونوسرښندنې  اوځان تيريدنې چې په لازمي چټکتياسره اوپه خپل وخت يې  عمل ته ور ودانګل او تروريستان يې وځپل ، وستايل او ويې ويل چې دهيواد امنيتي ځواکونو په خپلو دغو کړنو سره ثابته کړه  او دافغانستان خلکوته يې ډاډ ورکړ چې کولاي شي په برياليتوب سره دخپلې خاورې دفاع وکړي.

جمهوررييس دغه راز دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه چې په بشپړدقت سره يې  دملکي وګړودسردزيات زيان مخه ونيوله او حالات يې ترخپل کنترول لاندې ونيول  هم قدرداني وکړه .

حامدکرزي څرگنده کړه  چې کابل او دهيوادنورو ولايتونو ته دځانمرګو تروريستانو راننوتل  موږ اوپه تيره بيا ناټو ته يوه استخباراتي ناکامي ده چې بايد په جدي توګه وڅيړل شي  .

جمهوررييس  زياته کړه چې تروريستان دپرديو مزدوران او ګوډاګيان دي  بايد په دى پوه شي چې  ددغه شان بريدونو په ترسره کولو سره نه شي کولاي  دهيواد دابادي اوپرمختګ اوپه هيواد کې سولى او ارامي ته زموږ درسيدو په لاره کې  زموږ دهيواد دخلکو عزم او ارادي خنډ شي .

دافغانستان داسلامي حمهوريت جمهوررييس په پرونيو پيښوکې  زموږ دهيوادوالودسردزيانونو په خاطر په زيات خپګان سره ، دخپلې ژورې خواخوږي  اوډاډګيرنې مراتب دشهيدانو کورنيو ته څرگند کړل اودلوى خداى  (ج) له دربارڅخه يې هغوى ته دجميل صبر او ټپيانوته بياروغتيا هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته