نړۍ

استراليا دورکې شوې ماليزيايي الوتکې پورې اړوند داحتمالى څيزونو دکتنې خبر ورکړ.

کانبيرا-بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ٢٩
استراليا دمايزيا دالوتکې له ورک کيدو څخه ديارلس ورځې وروسته ددغه هيواد دستلايت له خوا د دوو څيزونو دکتنې خبر ورکړ چې ښايي په ورکې شوې  ماليزيايي الوتکې پورې مربوط دي.
داستراليا ،نيوى زيلاند،او دامريکا الوتکې او بيړۍ دهند جنوب لويديځو اوبوته تللى دي چې دغه مشکوک څيزونه پيداکړي .
داستراليا دسمندرى ځواکونو مسولينو ويلى دي چې يوکتل شوى څيز ٢٤ متره دى چې ښايي په الوتکې پورې مربوطاته وي دغه الوتکه دتيرې اوونۍ دشنبې په سهار له ٢٣٩ مسافرو او عملې سره دکولالامپور او بيجنګ ترمنځ په لاره کې بى درکه شوه او دتايلند په ګډون ٢٦ هيوادونه ددغې الوتکې دموندلو په لټه کې دي .
ددغه الوتکې پلټنې لپاره عمليات دهوايي ترانسپورت په تاريخ کې ډير ستر عمليات دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته