امنیت

د هېواد په جنوب کې ۱۲ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

ترینکوټ / باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په کوټوال او د دهراوود ولسوالۍ په یو ځینو سیمو کې ۱۲ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډار اچوونکي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو بریدونو کې د ډار اچوونکو دوه پټنځایونه او یوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
ویل کېږي په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته