سیاست

ګيتس: جمهور رييس اوباما هالبروک ته لارښوونه کړې وه چې د افغانستان انتخابات وځنډوي

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د امريکا د ډيلي بـيست  خپرونې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع د پخواني وزير رابرت ګيتس د وروستى کتاب له مخې  ليکلي دي چې  جمهور رييس بارک اوباما ددغه هيواد ځانګړي استازى ريچارد هالبروک ته لارښوونه کړې وه چې په افغانستان کې د ٢٠٠٩ ميلادي کال  د جمهوري رياست انتخابات دې وځنډوي.
د باخترآژانس د خبر له مخې: په دغه مطلب کې دغه راز ليکل شوي دي چې د اوباما ادارې جګپوړو مقاماتو تصميم درلود چې په هرې ممکنې بيې سره د افغانستان انتخابات چې آن د دغه هيواد د اساسي قانون د ترپښو لاندې کيدو سبب هم شي؛ وځنډوي.
دامريکا ددفاع پخواني وزير د يوه وزير د خاطرو په نامه په خپل کتاب کې د جمهور رييس کرزي او د امريکا د مشرانو ترمنځ د بې باوري سابقې او جرړې  څيړلې دي او څرګنده کړې يې ده چې څه ډول کرزي دې ته اړ کړى شو چې د امريکا  پرخلاف سخت غبرګونونه وښيي.
د امريکا د دفاع پخواني وزير ددغه کتاب په يوه برخه کې د امريکا د هغو هڅو په باب چې غوښتل يې کرزى په هرې ممکنې بيې سره په تيرو انتخاباتوکې ناکام  کړي؛ ځينې مطالب خپاره کړي دي.
دغه امريکايي خپرونه زياتوي چې دغه افشاګړي دکرزى هغه هميشنۍ ادعاګانې چې امريکا په عملي توګه دخپلوخلکو له راى څخه ناوړه استفاده وکړه؛ سم ثابتوي  او ښايي په همدې دلايلو وي چې جمهور رييس کرزى نن له واشنګټن سره د امنيتي  سند له لاسليک سره مينه نه ښيي.
رابرت ګيتس په خپل کتاب کې دغه راز ليکي چې جمهور رييس اوباما په افغانستان کې د ٢٠٠٩کال  له انتخاباتو مخکې هالبروګ ته لارښوونه کړې وه چې  جمهور رييس کرزى دې ته اړ باسي چې د جمهوري رياست انتخابات وځنډوي.
ده دغه راز ليکلي دي چې هالبروک او په هماغې غونډه کې نورو حاضرو مقاماتوته زمينه مساعده شوه چې په دې وسيله دکرزى لپاره د بديل په لټه کې شي او کرزى په يو ډول نه يو ډول له قدرت څخه لرې کړي.
رابرت ګيتس وايي چې په دې غونډه کې د خبرو موضوع د افغانستان د انتخاباتو ځنډول و او وپتيل شوه چې آن که چيرې د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتو د ځنډولو په وړاندې خنډ پيدا کړي؛ هغه په پام کې ونه نيسي او هغه تر پښو لاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته