خبرونهامنیت

په پکتيکا کې د قاچاق په تور دوه تنه ونیول شول

 کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر

د پکتیکا په سرحوضې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاق پر مهال نیولي دي.

یادو کسانو غوښتل چې یو اندازه نشه یي توکي له غزني څخه پکتیکا او وروسته د انګور اډې له لارې پاکستان هېواد ته قاچاق کړي چې د امنیتې ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

له نېول شويو کسانو څخه یو د برمل ولسوالۍ او دوهم قاچاق کوونکی د پاکستان واڼه اوسېدونکی او پلورونکی دی.

د یادوني وړ ده چي یاد کسان به له پلټنو وروسته اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا