ټولنه

دکندز ولايت په مربوطاتو کې د آمو سيند دغاړو دټينګښت کار پيلېږي

 کابل باختر د  مرغومي  شپږمه
په کندز ولايت کې د يوسلو يوويشتو مليونو افغانيو په لګښت د اوو بنسټيزو پروژو تفاهم ليک  پرون لاسليک شو .
د باختراژانس دسيمه يېز خبريال د خبرله مخې د امو سيندد غاړو د ټينګښت په مقصد د انرژۍ او اوبو وزارت له بودجې څخه د يوسلو يوويشتو مليونو افغانيو په لګښت په کندز کې د اوو بنسټيزو پروژو تفاهم ليک د امو د سمندري  حوزې او د اوو قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسليک شو او عملي کار يې په ډير لنډ ممکن وخت کې پيلېږي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دکندز د ولايتي شورا د رييس او د ملکي او نظامي دارو د مسوولانو په ګډون په کندز ښار کې جوړه شوې وه .
دکندز ولايت مرستيال اوسرپرست حشمت الله رحيمي عرض بيګي  په دغه ولايت کې  د پرمختيايي اوبنسټيزو پروژو منظوري نيک فال  وباله  او ويې ويل چې خلک دې د دغو عمراني پروژو په تطبيق کې جدي پاملرنه وکړي .
د امو – ٥ د سمندري حوزې د رياست سرپرست محمد سالم اکبر  افغانستان يو له هغو هېوادونو  څخه وباله چې په سيمه کې  زياتې اوبه لري او که چيرې دغه اوبه په سمه توګه مديريت شي  افغانستان به د بې سارو هېوادونو په جمله کې وي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته