امنیت

په لوګر کې يو ملا امام شهيد کړى شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
د لوګر ولايت دمحمد آغۍ په ولسوالۍ کې د يوه جومات ملا امام تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالولي توپان  دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دمحمد آغې په ولسوالۍ پورې ديوه اړونده کلي دجامع جومات ملا امام   جومات ته څيرمه  د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دتومانچې په ډزو سره  ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه دقضيې په اړوند څوک نه  دى نيول شوي او پيښه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته