امنیت

په قندهار کې پر یو جنايي کار کوونکي او میرمن یې وسله وال برید شوی دی

کابل/ د وري ۸ مه/ باختر
د قندهار ښار په عینو مېنه کې یو جنايي کارکوونکی او میرمن یې په وسله وال برید کې ټپيان شوي دي.
عیني شاهدانو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې جنايي کارکوونکی او میرمن یې په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د قندهار د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې پر وسله والو طالبانو موټر بم چاودنه کړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې کره جزییات نه دي خپار شوي.
یوې سرچینې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو دوه موټر بمونه چمتو کړي و چې یو یې د ارغنداب پر پل وچاوه؛ خو دوهم یې په خپله پر طالبانو چاودنه کړې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته