امنیت

په بغلان ولايت کې دکرنې لپاره داوبو دنوبت پرسر دطالبانو له خوا ددريو ورونو وژل کيدل .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
په بغلان   ولايت کې  دوسله والو طالبانو دډلې يوه   غړي  درې  ورونه دکرکيلې لپاره داوبو ده نوبت ددعوا پرسر ووژل  .
دغه پيښه تيره شپه  دبغلان ولايت دجلګې  ولسوالۍ په خواجه اوليا کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې دوو ګاونډيانو  يو وسله وال طالب او بل ملکي وګړي دخپلوکروندو دخړوبولو لپاره داوبو دنوبت پرسر نښته وکړه .
درارسيدلو خبرونوله مخې :وسله وال  طالب  له  دغو دريو ورونوسره  د ناندرو په بهير کې په هغوى ډزې  کړې دي .
دبغلان ولايت  دجلګې ولسوال محمد سرور ګل اغا دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې  درې ورونه ووژل شول  او ددعوا له  دواړو لورو څخه پنځه تنه نور ټپيان شول .
  ده وويل چې دوسله والو  طالبانو په ډلې  پورې اړوند سړي  دکروندو دخړوبولولپاره  داوبو دنوبت پرسر  له دغو دريو ورونوسره دناندرو  په بهير کې  په هغوى ډزې وکړې  او درې واړه يې ووژل .
  په همدې حال کې دبغلان پوليس وايي چې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند سړى تښتيدلى دى او دهغه دنيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته