امنیت

په لوګر کې دلسګونو ښوونځيو بيا رغاونه .

کابل باختر دليندي  دويمه :
  لوى خداى ( ج )  بيا ستر نعمت زموږ په برخه کړ .  دغه ټکى دلوګر ولايت په مرکز کې يو زيات شمير ښځينه زده کوونکو بيان کړ .
دوى وايي له دې امله  چې بيا ښوونځي ته ځو ډير خوشحاله يو او په زياتې مينې  سره خپل لوست ته دوام ورکوو .
داپه داسې حال کې ده چې له پنځو مياشتو انتظار وروسته په پل علم ښار کې ګڼ شمير ښځينه زده کوونکي خپلو هيلو ته ورسيدې ،  او دښوونځيو په بيا پرانستل کيدو سره يې خپل لوست  پيل کړ .
دلوګر ولايت  دپوهنې رياست  وياند شاهپور  عرب دباختراژانس خبريال ته وويل پخوا څه ناڅه درې زره تنه زده کوونکې  نجونې چې داخطارونو او د شبنامو د خپريدو له امله دخپلو کورنيو  له ممانعت  سره مخامخې شوې وې او ښوونځي ته ددوى دورتګ مخه نيول  شوې وه ،  ځکه طالبانو څه موده مخکې اعلام کړى و چې نجونې له څلورم ټولګي  پورته زده کړه نه شي کولاى چې دغه ستونزه دزده کوونکو او دهغوى دکورنيو دانديښنې سبب شوې وه .
ويل کيږي ښوونځي د لوګر دوالي  محمد حليم فدايي دهلوځلو او دقومي مشرانواو دپوهنې رياست دچارواکو  او دزده کوونکو دکورنيو دغونډو او منځګړيتوب له امله بيا پرانستل شوي دي او دزده کوونکو دغه ستونزه  حل شوې ده اوله يوې اوونۍ راپديخوا زده کوونکې  نجونې له ويرې اوډار پرته ښوونځي ته ځي او زده کړه  کوي .
عرب زياته کړه چې دلوګر ولايت په کچه  اتيا ښوونځي  په نجونو  پورې اړه لري   چې پنځوس زره  تنه نجونې پکې زده کړه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته