ورزش

دکرکټ سيالۍ په کابل کې پيل شوې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د الکوزي د جام د کرکټ سيالۍ پرون په کابل کې په دوو لوبو سره پيل شوې.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د خوست ټيم د کوچيانو ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دکابل ټيم د لغمان پرټيم بريالى شو.
خبرځاى زياته کړه: دغه سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ د کابل ښار د احمد شاه بابا مينې د پروژې د کرکټ په دوو ډګرونوکې پيل شوې دي او هره ورځ په دوو لوبو سره دوام کوي.
په دغو سياليوکې د کابل، لغمان، کوچيانو، لوګر، خوست، ننګرهار، قندهار، کندز، پکتيا او د پروان د ولايتونو ټيمونه ګډون لري.
غروال زياته کړه: په نننيو دوو سياليوکې د کابل او لوګر او د کوچيانو او لغمان ټيمونه لوبې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته