سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دخوست ولايت له مشرانو سره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دخوست ولايت مشرانو پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت له اجرائيه رييس
سره  په کتنه کې  دافغانستان دملي وحدت له دولت په تيره بيا دافغانستان داسلامي جمهوريت له  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ  او ټينګار يې وکړ  چې  په هر حال او شرايطو کې دده ملاتړ کوي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :  دوى دافغانستان داسلامي جمهوريت له اجرائيه رييس څخه وغوښتل   چې نوې کابينه  دې   دداسې شخصيتونو په ترکيب جوړه شي  چې دافغانستان د خلکو په دردونو او ستونزو خبر وي او د هغوى  ستونزې حل  کړاى شي .
دخوست ولايت دخلکو استازو  دغه ولايت  او خلکو ته  په نه پاملرنې نيوکې وکړې او ويې ويل چې په تيرو ديارلسو  کلونو کې عدالت تامين نه شو ، بينظمي او بې قانوني واکمنه وه او دغه ولايت ته هيڅ راز پاملرنه  نه ده شوې او ددغه ولايت خلک له سختو ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګريوان دي.
دخوست ولايت  مشرانو خپله ډيره مهمه  غوښتنه  دامنيت تامينول  او دهېواد دبيا جوړولو  دزمينې  برابرول وبلل   او دملي وحدت ددولت له اجرائيه رييس څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې دې جدي پاملرنه وکړي او دافغانستان دخلکو لرغونې هيله  چې هميشنۍ سوله ده  تامين کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دخوست ولايت دخلکو دغوښتنو په ځواب کې  اعلام وکړ چې  دافغانستان دټولو خلکو دملاتړ له امله  مننه کوي  او دغه حکومت  دهېواد دخلکو دارادې پربنسټ تکيه لري.ده  دخوست ولايت دامنيت په تامينولو کې  ددغه ولايت دخلکو  ميړانه او هلې ځلې وستايلې   او زياته يې کړه   دغوره سالارۍ داصل پر بنسټ  به هغه کسان په کار وګومارل شي چې  متخصص  ، ژمن  او دخلکو خدمتګار و اوسي .
دافغانستان دملي وحدت ددولت اجرائيه رييس   په داسې  حال کې چې  له پخواني  حکومت څخه پاتې شوى ميراث ډير سخت وباله   په بحرانونو او ستونزو  دبرياليتوب لاره يې  دمسوولينو  صادقانه خدمت او دافغانستان دخلکو هر اړخيز اعتماد او ملاتړ وباله .
په همدې حال کې ده څرګنده کړه چې  جګړه دحل لاره نه ده   په وينو او خارو  دبيګناه خلکو لړل اولت پت کول   او دهېواد ويجاړول دهيچا په ګټه نه دى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس اعلام وکړ چې دحکومت دروازې  دخلکو پرمخ پرانستې دي او دهغوى روا غوښتنې به وڅيړل شي او ستونزې به يې حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته