نړۍ

په ګرجستان کې ديوې جمجمې کشفول دانسان دتکامل نوي اړخونه روښانه کوي

تبلس- باختر د تلي شپږ ويشتمه :
دخبرونو له مخې ،  په ګرجستان کې ديو مليونو اته سوه زره کلنه ديوې جمجمې کشفول محققانو ته به دانسان دتکامل دلارو چارو نوي اړخونه روښانه کړي .
دغه جمجمه  دګرجستان دپايتخت تبليسى دجنوب په دري نوي کيلومتري واټن کې کشف شوه او بشپړه انساني جمجمه ده چې تراوسه پورې کشف شوې  ده .
  لرغون پوهان وايي چې دغه جمجمه  اوپه دغه سيمه کې  نور کشفيات له افريقا څخه دپخوانيوانسانانو دوتلو او شمال او دنړۍ دنورو سيمو په لور دهغوى دحرکت په باب شواهد دڅيړونکو په وا ک کې ورکوي .
دغه تحقيقات پرون دعلم او ساينس په خپرونه کې خپاره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته