امنیت

په هرات ولايت کې د چاوديدونکو توکو او وسايلو ترلاسه کيدل.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
دهرات ښار پوليس  پرون ديوې اندازې چاوديدونکو او توکو او وسايلو په ترلاسه کولو بريالي  شول.
دغه توکي په هرات ښارکې داستوګنې په کور کې په يو پټنځي کې ترلاسه شوي دي.
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل :  چې امنيتي مامورينو
دمعروف په نامه  يو سړى  د دغو چاوديدونکو  توکو او  وسايلو په اړوند نيول  شوي دي .
تراوسه پورې څرګنده نه ده  چې دغه سړى  له کومې ترورويستي ډلې سره اړه لري
په داسې حال کې ويل  کيږي  چې له  دغه پټنځي څخه يو انډى  چاوديدونکې توکې   ،   څو ماينونه او چاوديدونکې توکې ، په لسګونو دچاودنې وسيلې له هغې جملې ثانيه  سوزه  مزي ،  فيوز او چاوديدونکي  چاشني دامنيتي منسوبينو لاسته ورغلي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته