روغتیا

که پام و نه کړو، له ستر ناورین سره مخ کېږو

کابل / د وري ۱۳ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په ټول هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر تر دې دمه ۱۹۶ ته رسېدلی دی. په دغو کې ډېر ناروغان په هرات کې دي  او همدارنګه ۷۵ سلنه ناروغان هغه خلک دي چې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي. همدارنګه د شکمنو شمېر هم ډېر زیات دی. اټکل دا دی چې که د شکمنو د معاینې بهیر ګړندی شي او د معاینې تجهیزات ډېرشي، نو ښایي د ناروغانو شمېر څو برابره ډېرشي. که موږ د هېواد د روغتونونو تجهیزاتو ته کتنه وکړو او همدارنګه د خلکواقتصادي حالت په پام کې ونیسو، نو دې پایلې ته رسېږو چې که همدا اوس د کرونا ویروس د خپراوي مخه ونه نیسو، نو له یو ستر ناورین سره به مخ شو، داسې ناورین، چې بیا به یې کابو کول ګران او ان ناشوني وي. ډېره کوچنۍ بې غوري کولای شي د دغه راز ناورین د رامنځ ته کېدو سبب شي.
د باخترآژانس مفسر د دغه ناورین د مخنیوي اړتیا او ارزښت ته کتنه کړې ده او لیکي:
موږ دوه انتخابه لرو: لومړی انتخاب دا دی چې موږ د کرونا ویروس ګواښ بابیزه او  ډېر عادي وګڼو، خپل ټولنیز چلند او سلوک بدل نه کړو، خپل عادتونه وانه ړوو، په لویو غونډو او مېلمستیاوو کې د پخوا په  څېر ګډون وکړو او  د روغتیا نړیوال سازمان اوهمدارنګه د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې رعایت نه کړو.
دویم انتخاب دا دی چې موږ کرونا ویروس جدي وګڼو، د هغه د خپرېدو ټولو ناوړو پایلو ته پام واړوو، خپل ټولنیز چلند بدل کړو، خپل ورځني عادتونه بدل کړو، د قرنطین شرایط رعایت کړو، د روغتیا نړیوال سازمان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت  سپارښتنو ته غوږ ونیسو.
که لومړی انتخاب غوره کړو، نو څرګنده  خبره ده چې دا مو له ستر ناورین سره مخ کوي. د لومړي انتخاب مانا دا ده چې موږ هم خپل ځان، خپله کورنۍ، خپلوان، دوستان، انډیوالان، همکاران او ټول ملت د کرونا ویروس د تورې بلا خولې ته وراچوو او په لوی لاس دا  ستر ملت له تباهۍ سره مخ کوو. دا د هوښیار او معقول ا نسان  انتخاب نه دی.
که دوهم انتخاب غوره کړو، نو څرګنده خبره ده چې موږ به هم خپل ژوند وژغورو او هم به د خپلې کورنۍ د غړیو، خپلوانو، دوستانو او همکارانو او ټولو هېوادوالو ژوند.  د دویم انتخاب مانا دا ده چې موږ خپل ملت د کرونا ویروس د تورې بلا له شره ژغورو. دا د هوښیار او معقول انسان انتخاب دی. موږ باید همدا دویمه لاره غوره کړو، هم خپل ځانونه او هم خپل هېوادوال وژغورو.
دا د هر ژمن او رښتیني افغان دنده ده چې خلک دغه دویم انتخاب ته وهڅوي، هغوی ته روغتیایي پيغامونه ورسوي اوپه دغو سختو شرایطو کې مثبته روحیه ورکړي.
ن.ش.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته