خبرونهټولنه

په پکتیا، فراه او ننګرهار ولایتونو کې له زرګونو اړمنو کورنیو او بزګرانو سره مرسته وشوه

کابل، د لړم ۲مه، باختر

په پکتیا، فراه او ننګرهار  ولایتونو کې د خوړو نړیوال سازمان، OCHR او یو شمېر نورو مرستندویو موسسو له لوري پر ۲ زره ۲۰۰ بزګرانو او ۳ زره ۴۳۷ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه.

د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې  د مبارزې رییس مولوي نثار احمد نجات د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ او د AGHCO موسسې په همکارۍ د دې ولايت څمکنيو او زرمت ولسواليو کې پر ۲ زره  او ۵۰۰ اړمنو کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرها په کوز کونړ ولسوالۍ کې د WFP  په مالي مرسته او SARCDO په تخنیکي همکارۍ ۲۰۰ بزګرانو سره مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره سره، ۱۰۰ کیلو سپینه سره او یو کندو چې د ۵۰۰ کیلو غلې ساتلو ظرفيت لري ورکړل شول.

په ورته وخت کې د فراه په پشتکوه قلعه کاه او شیبکوه ولسوالیو کې له ۹۳۷ زیانمن شویو کورنیو او ۲ زره بزګرانو سره  د بېلابېلو مرستندویه ادارو له خوا مرسته وشوه.

د فراه د پشتکوه قلعه کاه ولسوال ملا محمد انور فیروز باختر آژانس ته وویل، چې  د افغانستان د بشري مرستو د بنسټ (AHF) په مالي ملاتړ د (OCHR) موسسې له خوا به د دې ولسوالۍ له ۹۳۷ زیانمن شویو کورنیو سره د ۶ میاشتو په لړ کې د خوراکي توکو لپاره ۳۶۰ ډالره بېړنۍ نغدي مرسته وشي، چې هر کس ته به ۶۰ ډالره ورکړل شي.

همدارنګه د فراه په شیبکوه ولسوالۍ کې هم له ۲ زره بزګرانو سره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو د مرستې لړۍ پیل شوه.

د شیبکوه ولسوال مولوي خدایداد عاصم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د (FAO) موسسې په مالي ملاتړ او د (CHA) پلې کونکې موسسې له لوري د یادې ولسوالۍ له ۲ زره بزګرانو سره د کرنې په برخه کې هر کروندګر ته ۱ بوجۍ غنم، ۱بوجۍ توره سره او یوه بوجۍ سپینه سره ورکړل شوه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا