امنیت

دملي امنيت دلوى رياست اعلاميه

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
دملي امنيت دلوى رياست  اعلاميه
دجمهوري رياست دعدلي او قضايي کميسيون له لارښوونې سره سم درې اوونۍ مخکې دملي امنيت رياست ته دنده وسپارل شوه  چې دبګرام د اته اتيا تنوبنديانو په باب خپل ترلاسه شوي معلومات عدلي اوقضايي کميسيون ته وړاندې کړي .
دملي امنيت لوى رياست ددغه مجلس له لارښوونې سره سم دهيواد په مرکز اوولايتونو کې خپلو اړوند اړوندو مراجعو ته دنده وسپارله چې ددغو اته اتيا تنو بنديانو په باب خپل معلومات راټول  او مرکز ته يې وړاندې کړي چې دملي امنيت په لوى رياست پورې داړوندو ادارو معلومات دملي امنيت دلوى رييس له خوا  د ١٣٩٢ کال دمرغومي دمياشتې په نولسمه نيټه د پنجشنبې په ورځ ددغه کميسيون غونډې  ته په دې ډول وړاندې شول  :
_ دبګرام    داته اتيا تنو بنديانو له  جملې څخه   دشپاړلسو تنو په باب يې دملي امنيت دلوى رياست په بيلابيلو ادارو کې   په دولتي ضد فعاليتونو کې ددوى دښکيلوالي په باب دوسيه اوسندونه شته .
_   اووه  ويشت تنه يې هغه کسان و چې له دغه ارگان سره په دولتي ضد فعاليتونو کې ددوى  داړيکو اوياښکيل والي اوغړيتوب په باب مجرد اطلاعات موجود و.
_  دپنځه تنو نورو بنديانو په باب دملي امنيت له لوى رياست سره  په دولتي ضد فعاليتونو کې ددوى دلاس لرلو په اړوند هيڅ راز معلومات اويا اطلاعات موجود نه و.
دغه راز ديادونې وړ ده  چې په دې وروستيو وختو کې  ځينې رسنۍ دنامعلومو خبرځايونو په يادونې سره   په بيلابيلو مواردو کې  دملي امنيت دلوى رياست  له نامه څخه  په څرګندونو لاس پورې کوي .
دملي امنيت لوى رياست رسنيو ته دخپلو نظريو  دوړاندې کولو په مقصد  ( دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر ) په نامه  يو مشخص دفتر لري ، رسنۍ کولاى شي  دخپل نظر وړ معلومات دملي امنيت دلوى رياست  له مطبوعاتي دفتر څخه ترلاسه کړي او يا يې بشپړکړي. له دې پرته  هغه مطالب  چې له نامعلومو سرچينو څخه  دملي امنيت په نامه خپريږي ، د اعتبار وړ نه دي او دملي امنيت دلوى رياست  رسمي نظر  نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته