خبرونهټولنه

په پکتیا، پکتیکا، لغمان او ننګرهار کې پر سلګونو کورنیو مرستې ووېشل شوې

 کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر

په پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د یو شمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ پر سلګونو کورنیو، نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد یونس حقاني وايي، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ، له سروې وروسته په زرمت، احمد آبا، سید کرم، لجه منګل، ګرده څېړۍ او ځدراڼ ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱۵ زیانمن شویو کورنیو ته د ۳۲ زرو او ۶۵۵ امریکایي ډالرو په ارزښت نغدي مرستې ووېشلې. په خبره یې، په مرسته کې پرهرې کورنۍ ۱۰۵ امریکایي ډالر ووېشل شول.

په ورته وخت کې د UNHCR په مالي ملاتړد ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو ۲۹۱ کورنیو ته خیمې ووېشل شوې.

په همدې حال کې د DRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره همغږۍ، د یاد ولایت په چمتلې ښارګوټي کې 80 زیانمن شویو کورنیو ته د کور جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې. په خبره یې، هرې کورنۍ ته 45200 افغانۍ او 50 نورو کورنیو ته د متوسط کور جوړولو لپاره د دویم قسط مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته 35700 افغانۍ ووېشل شوې.

په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزي ریاست تر چتر لاندې IOM, WFP, Uinicef  پر ۱۷۷ کورنیو نغدې پیسې او خوراکي توکي وویشل.

افغاني سرې میاشتې بیا په لغمان ولایت کې ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

د هېواد په ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي مسؤل رحمت ګل وقار باختر آژآنس ته وویل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه، وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵کیلو بوره، ۱ کیلو چای، مالګه او بسکویټ ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې زلزلې، سېلابونو او بې وزلۍ زرګونه کورنۍ ځپلې دي چې مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا